امنیت

درې سرتيري په بغلان کې شهيدان شول

پلخمري د ورې لومړۍ باختر په بغلان کې د پوليسو درې سرتيرې پرون له غرمې وروسته شهيدان شول. د نهرين ولسوال فضل الدين مرادي د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛ دغه سرتيري هغه وخت ووژل شول چې د دوى د سپرلۍ موټر د دغه ولايت په نهرين ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو له لورې په يو ښخ کړاى شوي ماين وخوت. هغه زياته کړه په دې چاودنه کې اته نور امنيتي منسوبان ټپيان شول. دبغلان دعامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ وويل د دغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته