سیاست

د امنيتي تړون په لاسليک کولو سره د افغانستان دولت خپل مشروعيت او بهرني اړيکې وساتي

کابل باختردلړم دمياشتې  څوارلسمه :
د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون د لاسليک کولو په باب بېلابيلې  نظريې موجودې دي. دغه موضوع زيات پلويان او مخالفين لري. خو د افغانستان حکومت وايي: دوى د امريکايي سرتيرو د قضايي خونديتوب له موضوع پرته ددغه تړون له ټولو موادو سره موافق  دي .
  دشمالي کوريا، جاپان او آلمان په شان د نړۍ يو شمېر هيوادونو له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړى دى.
  دغو هيوادونو د دغه سند په لاسليک کولوسره لومړۍ دا چې دخپلو هيوادونو داقتصادي ودې اوبيا رغاونې مسئلې او دامريکا پرمختيايي مرستې په پام کې ونيول او بله دا چې هغوى د ځواکمنو هيوادونو له ګواښونو څخه ډاريدل. دوى  ددغه تړون په لاسليک کولو سره دخپل هيواد ګټه په پام کې ونيوله .
ديادونې وړ ده چې له دغو هيوادونوسره ددغه تړون دلاسليک کولوهدف ددغو هيوادونوپه پولوکې د امريکا دملي امنيت خوندي کول و. خو دغو هيوادونو دخپلوهيوادونوګټې په پام کې ونيولې او په لاسليک کولو يې لاس پورې کړ.
خو زموږ په هيواد افغانستان کې حالات بل ډول دي. څرنګه چې د ګاونډيو هيوادونو په تيره بيا دپاکستان ګواښونه چې دطالبانو او د تروريزم ځاله  ده او له افغانستان سره په څو کلنه جګړه کې دى؛ زموږ دهيواد ټول بنسټونه له منځه تللي دي. افغانستان له کورنيو جګړو او بهرنيو ګواښونو سره مخامخ دى.
له دې امله بايد دتروريزم د ځالو او د پرديو هيوادونو د لاسوهنو د له منځه وړلو په خاطر بايد د افغانستان دولت ددغه سند په لاسليک کولوکې دهيواد ګټې په پام کې ونيسي.
په مشورتي لويه جرګه چې د امنيتي سند د لاسليک کولو په خاطر دلړم دمياشتې  په وروستيوکې جوړيږي؛ دخلکو د رايو په پام کې نيولو سره د هيواد د امنيت  او ملي واګمنۍ د تامينولو په خاطر تصميم ونيول شي .
  دکارپوهانو په باور: څرنګه چې امريکا خپلو ملي ګټو اوامنيت ته فکر کوي؛ بايد دافغانستان ملي ګټو ته هم فکر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته