ترينکوټ د کب ٢١ مه باختر
په روزګان کې د ډار اچوونکو پرسنګرونو د پوځيانو په نويو بريدونو کې ١٤ ډاراچوونکي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
پر دغو وسله والو طالبانو په تېرو ٢٤ ساعتو کې د ترينکوټ ښار ته څېرمه، چارچينو او خاص روزګان ولسواليو کې بريدونه شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د لومړۍ لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: په دغو بريدونو کې ١٤ ډاراچوونکي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
سرچينه زياتوي چې په بريدونو کې د وسله والو طالبانو درې سنګرونه هم له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوې دي.
د يو بل خبرله مخې؛ په روزګان کې د ډاراچوونکو د جنګي وسايلو يوه زېرمه کشف شوه.
دغه زېرمه ترينکوټ ښار ته څېرمه د وسله والو ډاراچوونکو په پټنځي کې ساتل کېده.
پوليس وايي: له زيرمې څخه په لسګونو بمونه او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
د دغې زيرمې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يو بل خبر کې ويل شوي چې د روزګان پوليسو له ګڼ مېشتو لارو څخه د اتو ماينونو په کشفولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل