ورزش

دثور داتمې نيټې له امله په مزارشريف ښار کې دفوټبال سيالۍ پيل شوې .

کابل باختر دثور نهمه
دمزارشريف ښار دالف ددولسو غوره ټيمونو ترمنځ دفوټبال سيالۍ پرون پيل شوې .
دغه سيالۍ دافغانستان دخلکو دجهاد دبرياليتوب ديو ويشتمې کاليزې له امله پيل شوې دي .
دبلخ ولايت دورزشي ادارې دفوټبال فدراسيون  آمر محمد اسحق يعقوبي باختراژنس ته وويل، ددغو سياليو  هدف دفوټبال  دغوره څيرو انتخاب او دثور داتمې دهيواد دمجاهدينو  دبرياليتوب دورځې په  درناوى  دمزارشريف ښار دسينا په ورزشي  ډګر کې  پيل شوې دي .
يعقوبي زياته کړه، دغه سيالۍ  چې درې مياشتې  دوام مومي  په لومړۍ لوبه کې داتفاق  دکارتې دفوټبال  ټيم د ظهير الدين فارابي له ټيم  سره لوبه وکړه چې لوبه دصفر په مقابل کې په يوې سره داتفاق ټيم په ګټه پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته