خبرونهاقتصادTOP

په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۲۲ زره ټنه انتقالات شوي دي

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د لېندۍ له ۴مې څخه تر ۱۰مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۱۲۱ زره ۹۵۳ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

باختر آژانس ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۰ زره ۱۴۱ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۶ زره ۳۷۵ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵ زره ۴۳۷ ټنه واردات چې ټولټال ۱۲۰ زره ۸۳۳ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۱۱۲۰ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده، صادر شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې اعلام کړی و، چې د روان کال په لړم میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۵۰۰ زره ټنه انتقالات شوي، چې له دې جملې څه د پاسه دوه زره یې صادرات دي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا