امنیت

اوولس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د وري / ۳۰/ باختر
اوولس وسله وال طالبان تېره شپه د غزني په قره باغ کې د خپل د ماینونو د تولید په یوه کار خانه د چاودنې له امله ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر اژانس خبریال ته وویل: طالبان د غزني د قره باغ ولسوالۍ په پیروګي کلي کې د ماین جوړولو په یوې کارخانه کې د ماین جوړولواو لېږدولو بوخت وو چې کارخانه وچاودیده او له امله یی د طالبانو د استخباراتو د یوه مشهور غړي عمر په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته