خبرونهاقتصادTOP

په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۱۰ زره ټنه انتقالات شوي دي

 کابل، د لیندۍ  ۱۹مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د لېندۍ له ۱۱مې څخه تر ۱۷مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۱۰۹ زره ۸۰۸ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

باختر آژانس ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۰ زره ۲۰۴ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۵ زره ۴۸۱ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۴ زره ۱۲۳ ټنه واردات چې ټولټال ۱۰۸ زره ۳۱۰ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۱۴۹۸ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده، صادر شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دې ادارې په انتقالاتو کې د تېر کال په نسبت سږ کال  ۲۲ سلنه ډېروالی راغلی دی. همدا رنګه دغه ادارې توانېدلې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه د پاسه یو میلیارډه ۴۲۱ میلیونه افغانۍ راټول او د اسلامي امارت خزانې ته وسپاري.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا