خبرونهاقتصاد

په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ۶۰ زره ټنه انتقالات شوي دي

کابل، د زمري ۲۳مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د زمري له ۱۴مې تر ۲۰مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۰ زره ۵۴۲ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۶ زره ۴۲۵، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۴ زره ۶۰۷ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱ زره ۱۹۹ ټنه واردات چې ټولټال ۵۲ زره ۲۳۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۸ زره ۳۱۱ ټنه صادرات، ترسره شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې مسؤلینو په دغو وروستیو کې کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په تېر یو کال کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳ میلیونه ۴۵۶ زره ۸۴۲ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي چې له جملې ۲۶۸ زره ۲۹۹ مټریک ټنه یې صادرات او ۳ میلیونه ۲۷۶ زره ۹۹۵ مټریک ټنه یې وردات دي چې له دې درکه ۲ میلیارده ۵۸۱ میلیونه ۵۸۹ زره ۴۸۲ افغانۍ خالص عواید راټول شوي دي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا