خبرونهاقتصاد

په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ۴۳ زره ټنه انتقالات شوي دي

 کابل، د وږي ۵مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د زمري له ۲۸مې د وږي تر ۳مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۳ زره ۳۸۴ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغې ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲ زره ۷۳۶، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۵ زره ۶۸۲ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰ زره ۹۲۰ ټنه واردات چې ټولټال ۳۹ زره ۳۳۸ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۴ زره ۴۶ ټنه صادرات چې زیاته برخه یې وچه مېوه او ممیز جوړوي، ترسره شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې مسئولینو په دغو وروستیو کې کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په تېر یو کال کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳ میلیونه ۴۵۶ زره ۸۴۲ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي، چې له جملې ۲۶۸ زره ۲۹۹ مټریک ټنه یې صادرات او ۳ میلیونه ۲۷۶ زره ۹۹۵ مټریک ټنه یې وردات دي چې له دې درکه ۲ میلیارده ۵۸۱ میلیونه ۵۸۹ زره ۴۸۲ افغانۍ خالص عواید راټول شوي دي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا