نړۍ

هند يوځل بيا په پاکستان له تروريزم سره دملاتړ تور ولګاوه .

نوي ډيلي  باختر د  تلې لومړي :
  دملګروملتو په سازمان کې دهند دايمي استازي مرستيال يوځل  بيا له تروريزم سره  دملاتړ لپاره په پاکستان دتورپه لګولو سره څرګنده کړه چې اسلام اباد په سيمه کې دتروريستانو په اصلي ملاتړي بدل شوى دى .
  دايرنا خبري اژانس دهند دپي تي اى دخبري اژانس  له خولې خبر راکړ.  ميرمن اينام کامبير دجمعې په ورځ  دملګروملتو په سازمان کې څرګنده کړه چې پاکستان دخپل  لنډ تاريخ په اوږدو کې دتروريستانو د پياوړتيا په لاره کې  ګام اخستى دى .
دې په انتخاباتو کې دګډون په موخه په پاکستان کې دګوند دجوړولو لپاره دنړيوال  تروريست حافظ سعيد هلوځلو ته په اشارې سره زياته کړه دغه اقدام له تروريستانو سره ددولت دملاتړ څرګنده نښه نښانه ده .
دغې هندي  ديپلوماتې دملګروملتو په سازمان کې څرګنده کړه دپاکستان ديو داسې هېواد په توګه چې ملاعمر او اسامه بن لادن ته يې پناه ورکړې ده اوس ديوه قرباني رول لوبوي .
ده څرګنده کړه چې زياتره ګاونډي او دنړۍ هېوادونه دپاکستان دتحريف ، درواغو او غولونې له سياست سره بلد دي .
دملګروملتو په سازمان کې دهند ددايمي  استازي دمرستيالې دغه  څرګندونې دملګروملتو په سازمان کې دپاکستان دصدراعظم شاهد خاقان عباسي دوينا په غبرګون کې وشوې .
دپاکستان صدراعظم دپنجشنبې په ورځ دملګروملتو دسازمان په عمومي اسامبله کې دوينا په ترڅ کې په جمو او کشمير کې له تروريزم سره په ملاتړ په هند دتور په لګولو سره دکشمير لپاره دملګروملتو دسازمان له خوا دځانګړي استازي دټاکنې غوښتنه وکړه .
عباسي دغه راز دهند له خوا دبشر دحقوقو دترپښو لاندې کولو په برخه کې دنړيوالو تحقيقاتو دترسره کولو غوښتنه کړې ده .
په تير يوکال کې دهند او پاکستان ترمنځ اختلاف  په کشمير کې  د تاوتريخوالي او دهند په شمال کې داردو په اډې دپوحځي مليشو دبريد په علت زيات شوى دى .  هند ، پاکستان دتروريزم او دهند ضد پوځي مليشه ډلو ملاتړي بولي خو پاکستان تل دهند پرخلاف تروريستي بريدونوکې خپل رول رد کړى دى .
ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته