خبرونهاقتصاد

په تېره یوه میاشت کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۰۰ زره ټنه انتقالات شوي دي

کابل، د لړم ۴ مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال د تلې میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۸۹ زره ۷۶۷ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په یاده موده کې، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۰۲ زره ۶۸۹ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۷ زره ۷۳۱ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۵ زره ۴۵۱ ټنه چې ټولټال ۳۸۵ زره ۸۷۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۳ زره ۸۹۶ ټنه صادرات چې زیاته برخه یې وچه مېوه او ټالک پوډر دي، ترسره شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې مسئولینو په دغو وروستیو کې کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په تېر یو کال کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳ میلیونه ۴۵۶ زره ۸۴۲ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي چې له جملې ۲۶۸ زره ۲۹۹ مټریک ټنه یې صادرات او ۳ میلیونه ۲۷۶ زره ۹۹۵ مټریک ټنه یې وردات دي چې له دې درکه ۲ میلیارده ۵۸۱ میلیونه ۵۸۹ زره ۴۸۲ افغانۍ خالص عواید راټول شوي دي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا