خبرونهاقتصادTOP

په تېره یوه میاشت کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې۵۰۰ زره ټنه انتقالات شوي دي

کابل، د لیندۍ ۳مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال د لړم میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۹۹ زره ۹۸۹ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په یاده موده کې، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۹ زره ۹۸۳ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۹ زره ۳۷۵ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰ زره ۶۳۱ ټنه چې ټولټال ۴۹۷ زره ۹۳۹ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۲۰۵۰ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه او ټالک پوډر دي، صادر شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د تلې په میاشت کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۸۹ زره ۷۶۷ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې له دې جملې شاوخوا ۴ زره ټنه یې صادرات وو.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا