خبرونهروغتیا

په تېره یوه میاشت کې ۷۲ درملتونونه په کابل ښار کې تړل شوي دي

کابل، د وږي ۲۰مه، باختر

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولین وايي چې په تېره یوه میاشت کې، په کابل ښار کې له ۱۷۷ درملتونونو څارنه شوې، چې له دې جملې ۷۲ یې تړل شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د یادې ادارې ویاند ډاکټر جاوېد هژیر ویلي چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د څارنې ټیمونو د روان کال د زمري له ۱۴مې څخه د وږي تر ۱۴مې پورې د کابل ښار په څلورو ختیځ، لوېدیځ، شمال او جنوب زونونو کې ۱۷۷ درملتونونه څارلي دي.

د هژیر د څرګندونو له مخې؛ د یادو ټیمونو د څارنې په پایله کې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۴۰ درملتونونه چې فارمسست یې نه درلود او ۳۲ نور درملتونونه چې په خپلسر ډول یې فعالیت کاوه؛ مهرلاک (تړل) شوي دي.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو یادونه کړې، چې دغه اداره هېڅکله غیر قانوني درملتونونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د یادونې ده چې افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره (AFDA) تر 2019م کال پورې د درملو د تنظیم او تولید ریاست په نامه یادېده، خو په ۲۰۲۰م کال د جنیوا له ژمنو سره سم، د یوه فرمان پر اساس د یوې خپلواکې ادارې په توګه رامنځته شوه او د اسلامي امارت په راتګ سره اوس هم خپلې چارې په خپلواکه توګه پرمخ بیايي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا