ټولنه

په پنجشيرکې د ځينو پروژو بيا رغاونه

کابل / باختر/ دوږي ٥مه
د ولسي تړون ملي پروګرام په پنجشيرکې ١١١ ټولګتې پروژې بيا ورغاولې.
په دغو برخوکې د اوبو لګولو کانالونه، د برېښنا رسولو دستګاوې او د ترانسپورټ، د کليو د پرمختيا او روغتيايي برخې شاملې دي چې د ولسي تړون ملي پروګرام د څه دپاسه ٥٠ ميليونو افغانيو په لګښت په عنابې، درې او آبشار ولسواليو او د پنجشير په مرکز بازارک کې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې بيا رغاولې دي.
د پنجشير د ولسي تړون د ملي پروګرام مسوول شفيق الله باختر آژانس ته وويل چې دغه برخې په تېرو کلونوکې په دغه ولايت کې د ملي پيوستون له پروګرام څخه  جوړې شوې وې چې په وروستيو کې د ډول ډول عواملو له امله ويجاړې او غيرفعالې شوې وې.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته