کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
وسله والومخالفينو تيره شپه دکندز – علي اباد له لويې لارې څخه په بشپړه توګه په شاوتمبول شول .
دسپين زر د ٨٠٨ زون لوى قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي باختراژانس ته وويل چې دګډو افغان ځواکونو دپراخو عملياتو په ترسره کولو سره دکندز – علي اباد لويه لاره د ډار اچوونکو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه شوه .
په دغو عملياتو کې دغه راز دښمنان دسر دزياتو زيانونو په زغملو سره له ساحې څخه وتښتيدل .
مل پاسوال ضيايي خلکو ته ډاډ ورکړ چې اوس دغه لويه لاره په بشپړه توګه امن دى اومسافرين کولاى شي له دغې لارې څخه تګ راتګ وکړي .
ده زياته کړه چې مخالفينو په تيرو دوو ورځو کې دخلکو له کورونو څخه په استفادې سره دکندز _ علي اباد لويه لاره تر ګواښ لاندې نيولي و .
1 1 دقیقه لوستل