امنیت

له نورو ولايتونو څخه په لغمان کې دياغيانو دراټوليدو له امله انديښنه .

کابل باختر دسلواغې  يوولسمه :
په لغمان کې ددولت دوسله والو  مخالفينو شتون زيات شوى دى .
دلغمان ولايت وياند سرحدي ځواک وايي  چې ددولت يوشمير وسله وال مخالفين  له ګاونډيو ولايتونو  څخه دلغمان ولايت ته رسيدلي دي اوپه دغه ولايت کې ناامنۍ زياتې شوي دي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې دوه ورځې مخکې  په دغه ولايت کې  دجنازې  دښخولو په مراسمو کې  دځانمرګي بريد له امله څه ناڅه پنځوسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
  دلغمان ولايت وياند وايي  چې وسله وال مخالفين له درو څخه دلغمان ولايت ته رسيږي او په ډار اچوونکو فعاليتونولاس پورې کوي .
دلغمان ولايت په نسبي ډول ناامن ولايت بلل کيږي  چې په روان کال  کې دزياتو ډار اچوونکو پيښو  اوزموږ  دسلګونو تنو هيوادوالو دمرګ ژوبلې ډګر و .
  لغمان په دې دليل چې دنورستان او دکونړ په ګډون دناامنو ولايتونو په ګاونډ کې دى ددولت دوسله والو مخالفينو دنفوذ او فعاليت له خطر سره مخامخ دى .
  دغه راز لغمان دهيواد دمرکز  کابل يو ګاونډى ولايت دى  او ددغه ولايت دناامنۍ  په صورت کې  کيداي شي  دهيواد پايتخت ته زيات ګواښونه متوجه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته