-بغداد باخترد تلي څوارلسمه :
دداعش دډلې جګړه مارانو دعراق په الانبار ولايت کې ديوې قبيلې اويا تنه غړي وژلي دي .
په الانبار ولايت کې دالبونمر دقبيلې مشر نعيم الکعود ويلي دي چې دغه کسان تيره شپه وژل شوي دي .
الکعود زياته کړې ده چې ددغو کسانو دوژل کيدو دليل دادى چې ددغو کسانو يوشمير خپلوان دهيواد امنيتي ځواکونه دي .
دالبونمر قبيله له هغو عراقي قبيلو څخه ده چې په وروستيو کلونوکې يې په سيمه کې دجنايتکارو ځواکونو پرخلاف مهم رول لوبولى دى .
دداعش ځواکونو تيرکال هم ددغې قبيلې په سلګونو تنه غړي په يومخيز اعدام کې ووژل خو دالبونمر مشرانو له جګړه مارانوسره په مبارزې تينګار کړى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ