(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ټولنه

په تېر يوه کال کې نږدې يو مليون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

کابل، د زمري ۱۸مه، باختر

ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو د خپلو يو کلنو فعاليتونو راپور د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې له رسنيو سره شريک کړ.

د دغه وزارت مرستيال محمد ارسلا خروټي په دغه غونډه کې وويل چې په کوربه هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د يادو هېوادونو حکومتونو د ښه چلند په موخه يې پراخې هڅی کړې دي چې لا هم دوام لري.

خروټي زياته کړه، چې دمګړۍ په کوربه هېوادونو کې ۷ميليونه افغان کډوال او په هېواد کې دننه د ۳ ميليونو په شاوخوا کې داخلي بې ځايه شوي شتون لري.

د نوموړي په وينا د تېر يوه کال په موده کې ۹۵۲زره ۵۸۹ تنه افغان کډوال له ايران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي او په ياده موده کې له ۳ ميليونه ۲۸۱ زره راستنو شويو کډوالو او داخلي بېځايه شويو کورنيو سره د همکارو موسسو په همغږۍ مرسته شوې ده.

د سرچينې د مالوماتو له مخې د تېر يوه کال په موده کې شاوخوا ۳زره افغان کډوال د پاکستان او کابو ۱۰۰۰ تنه د ايران له بېلابېلو بندخونو څخه ازاد او هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په راپور کې ويل شوي چې په تېر يوه کال له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۸۰۰ هېوادوالو مړي چې د مختلفو عواملو له کبله مړه شوي وو هېواد ته را انتقال شوي دي او ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال چې په ايران او پاکستان کې مېشت وو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په همغږۍ د حج فريضې اداکولو په موخه سعودي عربستان ته لېږل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د تېر يوه کال په موده کې ۱۰۶۶ راستانه د پوهنې وزارت ته ور پېژندلي دي ترڅو خپلې پاتې زده کړې بشپړې کړي او همدارنګه د احصايې او معلوماتو ملي ادارې سره په همغږۍ ۶۰ زره ۲۰۳ تنو راستنو شويو برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.

د ياد وزارت له لوري د تېر يوه کال په موده کې د همکارو موسسو په مرسته شاوخوا ۱۹ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې ياد وزارت د بې ځايه شويو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د همکارو موسسو په مرسته په ۲۱ ولايتونو کې ۵۸ ژورې او نيمه ژورې څاګانې، د اوبو ۶ زېرمې، د اوبو رسولو ۱۳ شبکې، ۱۱ کيلومتره سړکونه، ۱۷۴ پلونه او پلچکونه، ۲ کلينيکونه، ۲ ښوونځي او ۲۱۰ متره استنادي ديوالونه جوړ شوي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا