
کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د سترې محکمې مسئولین وايي، چې په تېر یوه کال کې، ۱۴۹ زره ۲۱۹ جلده دوسیې د هېواد په درې ګونو محاکمو کې حل او فصل شوې دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د سترې محکمې مسئولینو د افغانستان اسلامي امارت د قضائیه قوې د ۱۴۰۱ مالي کال د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور او راتلونکي پلانونه له رسینو سره شریک کړل.
په دې غونډه کې د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني وویل: په ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې ۹ زره ۸۵۹ جلده دوسیې د سترې محکمې اړوند دېوانونو، ۲۸ زره ۶۷۰ جلده دوسیې د مرافعه محاکمو او ۱۷۰زره ۸۸ جلده دوسیې د مرکز او ولایتونو د لومړنیو محاکمو چې ټول ۲۰۸ زره ۶۱۷ جلده دوسیې کېږي؛ په دوران کې وې چې له دې جملې ۱۲۰ زره ۹۵ یې په ابتدائي مرحله کې، ۲۲ زره ۹۱۴ یې په استینافي مرحله کې او شپږ زره ۲۱۰ یې په تمیز مرحله کې چې ټولټال ۱۴۹ زره ۲۱۹ دوسیې کېږي؛ حل او فصل شوې دي.
حقاني زیاته کړه: د حل شویو دوسیو له جملې څخه دوه زره ۸۷۴ قضیې د ښځو د حقونو اړوند دي او اوسمهال ۴۳ زره ۶۳۰ دوسیې په درې ګونو محاکمو کې تر کار لاندې دي او همدا رنګه د هېواد د محاکمو له لوري په تېر یوه کال کې ۱۶۰ زره ۸۴۲ بېلابېلې وثیقې اجرا شوې دي.
د حقاني په وینا، په یاده موده کې د سترې محکمې د اړوندو ادارو له لوري د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۹۴۰ محاکمو تفتیش ترسره شوی او ۲۰۸ اقتضايي قضیې د تفتیش عمومي ریاست ته راجع شوې دي.
د هغه په خبره، سترې محکمې په قضايي بستونو کې د مخلصو، وړ، مسلکي او پرهېزګاره کسانو د جذب په موخه له څه د پاسه ۹۰۰ کسانو چې قاضیان، مفتیان او محررین په کې شامل دي؛ د وړتیا معلومولو په موخه او د قضايي بستونو لپاره له ۶۱۴ علماء کرامو څخه په قضاء مسلک کې آزموینه اخیستې ده.
د سترې محکمې د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ په تېره یوه کال کې د هېواد په ټولو محکمو کې ۸۳ زره ۸۸۷ فورمې ثبت شوې چې په کې ۳۶ زره ۶۰۰ جزايي او ۴۷ زره ۲۸۷ حقوقي قضیې په «اکسل شیټونو» کې ثبت شوې دي.
د سترې محکمې اداري مرستیال، د محاکمو د چارو ارزونه او د هېواد په کچه د محاکمو قضایي کارکوونکو ته د لنډمهاله سمینارونو او روزنیزو پروګرامونو جوړول، د دغې ادارې د روان کال مهم پلانونه یاد کړل.
د یادونې وړ ده چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې، د سترې محکمې عالي شورا ۳۲ عادي او فوق العاده غونډې ترسره کړې چې په کې د ۲۳۳ بېلابېلو موضوعاتو په اړه تر لازمو تصامیمو وروسته، فیصلې تصویب او صادر شوې دي. همدا رنګه د سترې محکمې عالي مقام له لوري، ۱۱ زره ۴۹۵ عریضې او احکام اړوندو محاکمو ته راجع شوې دي.