(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنهTOP(PS)(PS)روغتیا

په تېر یوه کال کې د څه د پاسه ۶۵ میلیارده افغانیو په ارزښت زرګونو قلمه درملو او روغتیايي محصولاتو ته د وارداتو اجازه ورکړل شوې ده

کابل، د زمري ۱۴مه، باختر

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولین وايي چې په تېر یوه کال کې د څه د پاسه ۶۵ میلیارده ۲۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت، څه د پاسه ۲۱ زره قلمه درملو او روغتیايي محصولاتو ته د وارداتو اجازه ورکړل شوې ده.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو نن د د دغې ادارې د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو یو کلن راپور او د روان کال پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډې ته، د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، په انساني ژواندانه کې د خوړو او درملو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې په نړۍ کې له اکسيجن وروسته، خوراکي توکي او درمل د خلکو اساسي اړتيا ده چې بايد ورته ډېره پاملرنه وشي.

عمر زیاته کړه چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې تشکیل له ۲۷۸ څخه ۱۴۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده او هم له هېوادولو سره د اسلامي امارت د مشرانو ژمنه بیانوي.

ډاکټر عمر دغه راز د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د قوانینو، د هېواد ګمرکونو ته د استازو استولو، برېښنايي کولو، ستراتيژیک پلان او د دې ادارې اړوند نورو مهمو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او یې ویل چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې ۹۰ سلنه درمل په قاچاقي او ۱۰ سلنه یې په قانوني ډول هېواد ته وارېدېدل؛ خو اوسمهال ۷۰ سلنه درمل په قانوني ډول او یوازې ۳۰ یې په قاچاقي ډول هېواد ته واردېږي.

هغه پر سوداګرو غږ وکړ چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ټولو قوانینو ته غاړه کېږدي او له غیرقانوني کړنو څخه دې ډډه وکړي؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي.

دغه راز د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې نورو مسئولینو، د دې ادارې د مهمو لاسته راوړنو او د روان کال پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغې ادارې له خوا په تېر یوه کال کې د ۶۵ میلیارده ۲۵۸ میلیونه او ۲۴۲ زره افغانیو په ارزښت، ۲۱ زره ۴۰۲ قلمه درملو او روغتیايي محصولاتو ته د وارداتو اجازه ورکړل شوې ده؛ ۱۹ زره ۵۰۰ قلمه وارداتي او روغتیايي محصولاتو ته بازار ته د وړاندې کولو اجازه ورکړل شوې او نږدې ۱۱ زره قلمه درمل او روغتیايي محصولات بیه بډایه شوې ده.

د هغوی د معلوماتو له مخې؛ په همدې موده کې، ۲ زره ۲۲۷ درمليزو تاسيساتو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې او د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو ریاست له لوري د خوړو، درملو او څښاک اوبو څه د پاسه ۵۲ زره نمونې آزمایل شوې چې له دې درکه څه د پاسه ۴۰ میلیونه ۶۲۴ زره افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

د مسئولینو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په تېر یوه کال کې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له څلور زره ۵۳۶ درملتونونو څخه څارنه کړې چې په پایله کې ۷۷۱ درملتونونه مهرلاک شوي، ۱۸۰ درملتونونو ته توصیه نامې او ۱۲۶ درملتونونو ته اخطارنامې وېشل شوې او همدا رنګه د درملتونونو ۱۵۱ شکایتونو ته رسیدګي شوې ده.

دغه راز په تېر یوه کال کې د درملیزو تاسیساتو د څارنې په پایله کې، نږدې پنځه زره قلمه تاریخ تېر، غیرقانوني، شکمن او بدل درمل کشف شوي او شاوخوا ۳۰۰ ټنه بې کیفیته، غیر معیاري او تاریخ تېر درمل، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي هدر شوي دي.

یادو مسئولینو، له ۱۵۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۸۰۰ عمده پلورنځیو، ۷۵۰۰ درملتونونو، ۲۰۰ فیسبوک پاڼو او سایټونو څخه د غیرقانوني اشتهاراتو د مخینوي په موخه څارنه، د خوراکي توکو ۲۰۰ تولیدي فابریکو او ۳۰۰ وارداتي شرکتونو ته د فعالیت اجازې ورکول، د ۲۰ زره قلمه پروسس شويو خوراکي توکو ثبت، د خوراکي توکو له درې زره تاسیساتو څخه څارنه او د ۱۰ زره خوراکي توکو نمونه اخیستنه، د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې راتلونکي مهم پلانونه یاد کړل.

د یادونې ده چې اوسمهال په هېواد کې د درملو ۷۶ فابریکې موجود دي چې له دې جملې ۵۶ یې فعالې دي، خو د نورو د فعالېدو لپاره یې کارونه روان دي.

دغه راز په هېواد کې څه د پاسه ۶۰۰ قلمه درمل تولیدېږي چې ۱۵ قلمه یې کولی شي د هېوادوالو تقاضا پوره کړي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا