ټولنه

ناپېژاندو يرغلګرو په ننګرهار کې د سودا ګرۍ روزنيز بنسټ وسوځاوه

کابل / د سلواغې ١٤مه/ باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانوپه ننګرهار کې د سوداګرۍ انستيتوت وسوځاوه.
د راسېدلو خبرونو له مخې: دغو يرغلګرو تېره شپه په مومند درې ولسوالۍ کې د سوداګرۍ پر انستيتوت بريد وکړ او هغه يې وسوځاوه.
په دې پېښه کې د دغه انستيتوت ځينې برخې سوځېدلي دي.
خو د سيمې خلکو له مسوولينو سره يو ځاى اور مړ کړ او د اور خپرېدو مخه يې ونيوله.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي؛ په دې اور لګېدنه کې له سندونو او لوازمو سره يې د مومند درې د سوداګرۍ د انستيتوت ځينې برخې سوځېدلي دي. په دې انستيتوت کې په سلګونو تنه زده کوونکي په زده کړې بوخت وو.
تراوسه پورې د دې پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دې اخيستى.
خو سيمه ييز خبرځايونه وسله وال طالبان د دې پېښې عامل بولي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته