کابل باختر د ليندۍ دويمه په ننګرهار ولايت کې له جګړې څخه له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه . دننګرهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې پړاو کې له جګړې څخه له څلور سوه بې ځايه شويوکورنيو سره دخوراکي توکي او جامو مرسته شوې ده . په دغو مرستو کې وريجې ، لوبيا ، اوړه ، غوړي ، مالګه ، چاى او ژمني جامې شته . دغه مرستې دمرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوې دي . ختم_ عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ