سیاست

د عاشورا دورځې په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال پېغام.

کابل باختر د تلي  نولسمه :
د عاشورا ورځ یو له مبارکو او بختورو ورځو څخه ده چې له  اسلام نه مخكې د عربو او يهوديانو په نزد هم  د يوې سپيڅلې ورځې په نوم پېژندل كېدله.
د محرم میاشتې د فضیلت په اړه الله تعالی فرمايي: ( إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَات وَالأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ) ژباړه: (حقیقت دا دی چې د میاشتو شمېر له هماغه ورځې څخه چې الله جل جلاله ځمکه او اسمانونه پیدا کړي همدا دولس دي، خو له ډلې یې څلور میاشتې د احترام وړ دي) چې یوه هم په کې د محرم مبارکه میاشت ده.
د دې مبارکې میاشتې په اړه د احاديثو مشهورو کتابونو هم یادونه کړې او د دې مياشتې د لسمې (عاشورا) ورځې روژه یې د ډېرو سترو اجرونو ذريعه اعلان کړې ده.
د عاشورا ورځ په حقیقت کې د مسلمانانو لپاره د قربانۍ، ایثار او ازادۍ تاریخ بیانوي او دا ورځ د باطل او ظلم پر وړاندې د حق او عدالت پاڅون دی، په دغه ورځ امام حسین رضی الله تعالی عنه او د ده یارانو دا ثابته کړه چې مسلمانان د خپل مبارک دین د دفاع او خپلې ازادۍ په خاطر هر ډول قربانۍ او سرښندنې ته چمتو دي.
دا ورځ موږ په داسې حالاتو کې نمانځو چې په هېواد مو د کربلا ورځې په څېر توره تیاره خپره ده او د هرې ورځې په اوږدو کې د ګڼ شمېر هېوادوالو د شهادت شاهدان یو، نو له هېوادوالو په ځانګړې توګه له اهل تشیع وروڼو څخه غوښتنه کوم چې په غونډو نيولو کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او دښمن ته د دې زمینه مساعده نه کړي تر څو یو ځل بیا په هېواد کې د ویر ټغر خپور کړي.
په پای کې د نړۍ مسلمانانو ته د دغه غمجنې ورځې تسلیت وړاندې کوم او هيله لرم چې د دغه مبارکې او بختورې ورځې په خاطر د مسلمانانو روان وضعیت پای ومومي او په ټوله نړۍ کې یوه تلپاتې سوله خپره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته