ټولنه

په فراه کې د ښوونکي ورځ ونماځل شوه

کابل / د تلې١٣مه / باختر:
په فراه کې نن د ښوونکي ورځ ونمانځل شوه .
په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د پوهنې رييس، په لويديځ زون کې د ښوزونې او روزنې مسوول، د فراه د والي مرستيال، د فراه ښوونکو او کارکوونکو په ګډون جوړ شو، په لويديځ زون کې د ښوونې او روزنې مسوول مولوي فخرالدين نقشبندي وويل: ښوونکى په ټولنه کې معنوي مقام لري او د دوى رسالت ستر دى.
هغه د پوهنې په برخه کې د اسلامي امارت له پراخې علاقمندۍ څخه هم خوښې څرګنده کړه او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت چارواکي به د ښووني او روزنې لپاره هر ډول هڅې وکړي.
دغه راز د پوهنې رييس مولوي اخترمحمد زعيم او د فراه د والي مرستيال عبدالصمد فاروق هم په ټولنه کې د ښوونکې د ځاى، د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښوونکو د رول په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه؛ د ټولنې پرمختګ او د ماشومانو وده د ښوونکو په هلوځلو پورې اړه لري، له دې وروسته به ښوونکې د فراه د پوهنې په ټولو برخو کې هلې ځلې وکړي.
په دې مراسمو کې د فراه ښوونکو د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت له مسوولانوڅخه يې وغوښتل چې د دوى د معاشونو د ورکولو په برخه کې پاملرنه وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته