امنیت

يو وسله وال مخالف ووژل شو او يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتوکې يو وسله وال مخالف ووژل شو او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات د شينډند ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيت د ټينګښت په مقصد د ملي اردو د خاصو عملياتو دفرقې د منسوبينو له خوا ترسره شول چې له امله يې يو وسله وال مخالف ووژل شو او څلور ميله سپکه وسله، يوه پرتله او دوه بوشکې چاوديدونکي توکي ترلاسه شول.
د يوبل خبر له مخې: دملي اردو  دځواکونو  دهغو عملياتو په بهيرکې چې دقندهار ولايت  د شا ه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د دښمن دوه کره بين ټوپکونه او دوه دوربينونه ترلاسه شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دملي اردو دوه تنه منسوبين د امنيتي دندې  د ترسره کولو په وخت کې په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله  شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته