امنیت

په خوست کې ۱۴ تنه مجرمین ، ١٠ موټرونه ، ۱۹ کیلو چرس ، ٦ کلاشنکوف او یو انسان تښتوونکى نیول شوي دي .

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢  نيټه :
په خوست کې ۱۴ تنه مجرمین ، ١٠ موټرونه ، ۱۹ کیلو چرس ، ٦ کلاشنکوف او یو انسان تښتوونکى نیول شوي دي .
د خوست ولایت امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت پرون په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې ددغو قضایاو په تړاو یې (۱۴) تنه شکمن کسان هم نيولي دي  چې دوسیې یې عدلي او قضایې ارګانونو ته سپارل شوي ، چې په دې جملې شپږ تنه غله او څلور نوريې په دوو قضیوکې د ځاځي میدان ولسوالی په مربوطاتو کې له (۱۹)کیلو ګرامو چرسو(۱)کیلو تریاکو یوه اندازه شیشه پوډرو او دوو سراچه موټرو سره یوځای نیول شوي دي .
ده وویل چې ١٠ ډول ډول موټرونه هم له غلو څخه ترلاسته شوي    او دانور په نامه یو مشهور انسان تښتونکى د لکڼو په سیمه کې له پولیسو سره په متقابلو ډزو کې ټپي شوي ، چې په بیلابیلو جرایمو کې یې هم لاس درلود اوس په روغتون کې دپولیسو ترنظارت لاندې دی.
دغه راز پولیسو له دښمن څخه هغه رينجرموټر هم نیولی چې         څه موده وړاندې دپکتیا ولایت په جانې خیلو کې دمخالفینو لاسته ورغلی و   او د دښمن شپږ کلاشینکوفونه او دری تومانچې هم دپولیسو لاسته ورغلي دي ،
ده وویل چې د خوست ولسونه له حکومت سره هر وخت همکار دي او دخوست اوسيدونکو ته يې ډاډ ورکړچې هیچاته به اجازه ورنکړي چې په دې ولایت کې ورنکارې او غیرقانوني کړنې ترسره کړ ي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته