ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر د سلواغې اته ويشتمه :
د کابل پوهنتون خبرتيا
په اختصاصي آزموينه کې د ګډون لپاره د ديني، تخنيکي او مسلکي علومو د ١٤ ټولګيو په فارغانو د شموليت د کارتونو ويشل په اړوندو پوهنځيوکې د روان کال د کب د مياشتې په لومړۍ نيټه د شنبې په ورځ پيل او د١٣٩٤ کال د کب د مياشتې تر څلورمې نيټې د سه شنبې تر ورځې پورې دوام کوي.
داوطلبان دې په اختصاصي آزموينه کې د ګډون کارتونه له اړوندو پوهنځيوڅخه ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده چې په آموينه کې د ګډون  کارت په غيابي ډول نه ورکول کيږي.
دغه راز د شاملانو اختصاصي آزموينه د روان کال د کب د مياشتې په پنځمه نيټه د چارشنبې په ورځ په ټاکلو ځايونوکې اخستل کيږي .
د آزموينې داوطلبان دې خبر وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته