کابل باختر د چنګاښ ديارلسمه :
درمضان دحذفي جام دفوټسال سياليو تير ماښام په هرات کې په دوو لوبو سره دوام وکړ .
دهرات ولايت ورزشي امريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختراژانس خبريال ته وويل په لومړى لوبه کې دامام فخر ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره دنوايي ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دصرافانو ټيم ددوو په وړاندې په څلورو سره دهرات باستان پر ټيم بريالي شو .
دغه سيالي دڅلور شپيتو ټيمونو ترمنځ داريانا په لوبغالي کې پيل شوې دي او هر ماښام په دوو لوبو سره دوام مومي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ