نړۍ

د اسلامي همکارۍ سازمان په پيښورکې د سولې کنفرانس جوړوي

پيښور دان – باختر دليندۍ دمياشتې ٣٠
د اسلامي همکارۍ سازمان په پام کې لري چې په پيښور ښارکې د سولې کنفرانس جوړکړي.
په دې کنفرانس کې به د اسلامي هيوادونو عالمان او سفيران د تروريزم پرخلاف د يوې ګډې ستراتيژۍ د غوره کولو په لاره کې ګډون وکړي.
باختر آژانس دپاکستان د دان ورځپانې له خولې خبر راکړ.
دغه ټکي د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي اياد امين مدني پرون د خيبر پښتونخوا ايالت له اعلى وزير پرويز خټک سره په کتنه کې بيان کړ.
اياد امين مدني په پيښور ښارکې د پوځيانو تر ادارې لاندې ښوونځي باندې د طالبانو بريد وغانده او دهغو کسانو له کورنيو سره يې همدردي څرګنده کړه چې په دې پيښه کې وژل شوي دي .
ده زياته کړه چې نړيواله ټولنه د غمجنو کورنيو په غم او ماتم کې شريک دي.
په دې کتنه کې د خيبر پښتونخوا ايالت د عامې روغتيا ستر وزير، د پوهنې وزير او جګپوړو حکومتي مامورينو برخه لرله.
په خبرکې په پيښورکې د سولې د کنفرانس د جوړولو وخت ته اشاره نه ده شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته