اقتصاد

سوداګرې ښځې خپلو لاسي صنايعو ته د بازار د نشتوالي له پلوه سر ټکوي

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٣ :
يوشمېر سوداګرې ښځې او د هېواد د ښځو د سوداګرۍ د خونو مسوولين نيوکې کوي چې حکومت  د دوى  د لاسي صنايعو  لپاره د پلورنې بازار نه دى برابر کړى.
دوى ادعاکوي چې د ښځو د اقتصادي ودې لپاره له هلوځلوڅخه د پنځلسو کلونو  په تيريدو سره لا تر اوسه پورې د دوى لاسي صنايع دومره بازار نلري.
مهريه هغه ميرمن چې کلونه کلونه کيږي په مرۍ ګنډلو بوخته ده، باختر آژانس ته وويل چې د يوه کميس د غاړې په مرۍ ګنډلو يوه مياشت کار کوي، خو د پلورنې لپاره د مناسب ځاى د نشتوالي په علت لاسي صنايع يې په ناڅيزه بيه پلورل کيږي.
د ښځو د سوداګرۍ خونه په دې باب وايي: د ښځو لاسي صنايعو ته د بازار موندلو ترڅنګ دې حکومت بايد سوداګرو ښځو ته په هېوادکې د مالي ملاتړ زمينې هم برابرې کړي .
د سوداګرۍ او صنايع وزارت د تجارتي معينيت سرپرست محمدقربان حقجو باختر آژانس ته وويل چې په کار او مديريت کې د دوى د ظرفيت ټيټوالى مهمې ستونزې دي او دې ته  اړتيا ده چې د سوداګرو ښځو ظرفيتونه لوړ کړاى شي او هم د سوداګرۍ وزارت له هر امکان څخه په استفادې سره په پام کې لري چې د ښځو  د لاسي صنايعو د مالونو او محصولاتو د پلورنې لپاره هم د هېوادپه دننه کې او هم په بهرکې ښه بازار برابر شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته