سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې پرون له غرمې وروسته په ارګ کې د کابل د چهارشنبې تروريستي برید د غندلو ترڅنګ، دولتي ارګانونه وګمارل چې که د اړوندو ادارو کارکوونکي په دې پېښه کې شهيد، ټپي او یا هم زیانمن شوي وي له هغوی سره دې د اړوندو ادارو له بودجې څخه د مرستو په اړه لازم ګامونه پورته شي.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه راز امنيتي ارګانونه موظف شول چې د پولیسو د شهید شوي افسر محمد صالح نوابي او د ټولو هغو افسرانو او سرتېرو له  کورنیو سره چې په ځانمرګو بریدونو کې یې د هېوادوالو د وینې توېدو د مخنیوي په خاطر خپل ځانونه سپر کړي وو، هر اړخیزه مرستې وشي.
جمهوررئیس غونډې ته د کابل ښار د امنیتي او اقتصادي پلانونو د طرحې په اړه معلومات ورکړل، وزارتونه او دولتي ادارې یې موظفې کړې، اړوندې پروژې چې په دې پلان کې د ګډون وړ دي له مالیې وزارت سره همغږې کړي چې د کال په منځ کې د بودجې د ارزونې پرمهال پرې بحث وشي.
د مالیې وزیر اکیل حکیمي په بروکسل کنفرانس کې د هېواد د ژمنو تحقق په خاطر د دغه وزارت راپور غونډې ته وړاندې کړ. کابینې د بروکسل کنفرانس عملیاتي موعدي پلان د تایید ترڅنګ، وزارتونه او دولتې ادارې موظفې کړې تر څو د خپلو ژمنو د پرمختګ په اړه مالیې وزارت ته راپور وړاندې کړي او مالیې وزارت  په بروکسل کنفرانس کې د هېواد د ژمنو د پرمختګ د څرنګوالي په اړه کابینې ته راپور ورکړي.
د مالیې وزیر انکشافې بودیجه کې  د ۱۳۹۶مالي کال بودجه کې د ضمیمې په ډول د (۹۵۱،۲۲) ميلیونو افغانیو د زیاتولو وړاندیز، غونډې ته وړاندې کړ چې د کابینې له لورې تایید شو.
ورپسې د عدلیې وزیر د ملکي هوايي ترانسپورت موسسو د ایجاد او فعالیت مقررې تصحیح شوې طرحه په (۳) څپرکو او (۱۲) مادو کې غونډې ته وړاندې او د کابینې له لورې تصویب شوه.
د ښار جوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري د کابل پوهنتون استادانو ته د خواجه رواش ښارګوټې د B12 VIP بلاک یا کورجوړونې د پلاني پروژې دوهم بلاک د جوړیدو او ویش د څرنګوالي په اړه غونډې ته معلومات ورکړل. کابینې یاده موضوع تصویب او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د یادو اپارتمانونو د بیې تفاوت تدارک او د ښارجوړولو وزارت په واک کې ورکړي.
د ښارجوړولو وزیر د کورجوړونې تصدۍ او د اندوستروي روس سهامې شرکت ترمنځ د قرارداد د فسخې غوښتنه او د هغه هېواد له لورې د راوړل شویو ساختماني وسایلو او تجهیزاتو د ګمرکې محصول د څرنګوالي په اړه غونډې ته مطرح کړه او کابینې د یاد شرکت د قرارداد فسخه د شل کانټینره مالونو د مالیې د ورکړې او مالیاتي حسابونو تصفیې په مشروط ډول تصویب کړه.
وروسته د عامې روغتیا وزارت د پالیسې معین او سرپرست د هېواد عمده ولایتونو کې د ملکي روغتونونو د اړتیا او د ناروغانو د بستر د ظرفیت د ارزونې په اړه د یاد وزارت راپور غونډې ته وړاندې کړ. کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د عامې روغتیا وزارت طرحه په پرنسیپ کې تایید کړه او یاد وزارت یې موظف کړ تر څو د هغه مالي وجه د مالیې وزارت سره همغږې کړي.
د تخصصي خدمتونو د ښه والي او متخصصو کسانو ته د روغتونو د مدیریت سپارلو طرحه د عامې روغتیا وزارت د پالیسې معین او سرپرست په غونډه کې مطرح او د تایید وړ وګرځېده او د عامې روغتیا وزارت یې په پلي کولو موظف شو.
په همدې ترتیب، د عامې روغتیا وزارت د پالیسې معین او سرپرست د هېواد دننه او له هېواد څخه بهر د دولتي کارکوونکو د درملنې پالیسې غونډې ته وړاندې کړه چې په پرنسیپ کې ومنل شوه او د عامې روغتیا وزارت موظف شو چې یاده پالیسې تصحیح او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
ورپسې د کابل ښاروالۍ د کابل ښار برکي چوک څخه د پښتنې بانک مقابل پارک ساحې ته د رسنیو د شهیدانو یادګاري څلي د تغییر مکان  او جوړولو وړاندیز په اړه بحث وکړ او کابل ښاروالي موظفه شوه تر څو د یاد څلي لندسکیپ ترتیب او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په څارنه او د ښارجوړولو او کورنیو چارو وزارتونو په غړیتوب د تخصصي کمېټې له لوري وارزول شي او د یادې کمیټې له تایید وروسته دې په وړاندیز شوې ساحه کې د جوړولو کار پیل شي.
کابل ښاروال په وزیراکبرخان سیمه کې د غیرمعیاري ودانیو د ارزیابۍ طرحه غونډې ته وړاندې کړه او له هر اړخیز بحث وروسته د عدلیې وزارت په مشرۍ د کابل ښاروالۍ، کابل ولایت امنیه قومندانۍ، کابل ګارنیزسون، لوی څارنوالۍ اداره، د ملي امنیت عمومي ریاست او کابل ښار ترافیکو ګډه کمیټه  موظفه شوه تر څو د ښاروالۍ د وړاندیزونو قانوني اړخونه وارزوي او خپل مشخص نظر جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د بین المللي معاهدو شپږ مورده په غونډه کې مطرح کړل او د تایید وړ وګرځېدل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته