سیاست

احمد ضيا مسعود له ډار اچوونکو سره په مبارزه کې دبرياليتوب لپاره دې ته اړتيا ده چې دسيمې او نړۍ دولتونه په صادقانه ډول له يوبل سره همکاري وکړي .

-کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود نن دروسيې له سفير او ځانګړي استازي سره وکتل .
دجمهور رييس فوق العاده استازي مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ :په دې کتنه کې په کابل کې دروسيې سفير او ځانګړي استازي الکساندر مانتتسکي دافغانستان په شمال کې دناامنيو زياتوالي ته په اشارې سره وويل : تروريزم يوه نړيواله ستونزه ده  اودټولو دولتونو ګډې او صادقانه مبارزيې ته اړتيا لري .
دغه راز دروسيې سفير وويل  :روسيه چمتو ده چې دخپلو پخوانيو مرستو په دوام دپوځي کادرونو دروزنې ، له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو ، سرحدي پوليسو او دملکي کادرونو دروزنې په لاره کې او دغه راز ښې حکومتوالۍ په کار کې له افغانستان سره مرسته وکړي .
داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي له افغانستان سره دروسيې دمرستو  له امله په قدرانۍ سره وويل: دامنيت دتامينولو او له تروريستي ډلو سره په مبارزه کې دبرياليتوب لپاره  دې ته اړتيا ده چې دسيمې او نړۍ دولتونه له دغې پديدې سره په مبارزه کې په جدي او صادقانه  ډول همکار واوسي .
  دغه راز په دې کتنه کې دهېواد دسياسي او امنيتي مسئلو او داقتصادي پروګرامونوپه باب خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته