ورزش

په پاى لوبه کې به څوک د افغانستان سيال وي ، هندوستان يا مالديف

کابلباختر د سنبلي١٨
دهندوستان د فوتبال ملي ټيم نن مازيګر د مالديف له ځوا کمن ټيم  سره لو به کوي چې د دغو سياليو پاى لوبې ته رسيدونکي ټيم  مشخص شي  .
دغه لوبه د افغانستان په وخت نن  مازيګر په پنځو بجو او پنځلسو دقيقو د آسيا د
جنوب داتلوالۍ دسياليو په چوکاټ کې په  نيپال کې تر سره کيږي .مخکې له دې افغانستان  په نيمه  وروستي  پړاو کې د دغو سياليو کوربه  نيپال ته دصفر په مقابل کې په يوې سره ماتې ورکړه او  پاې لوبې ته يې  لاره و موندله .
دهند اومالديف ترمنځ دلوبې ګټوونکي ټيم داتلوالي د مقام دګټلو په خاطر سبا په پنځو بجو اوپنځلسو دقيقو دافغانستان له ملي ټيم سره لو به کوي
دافغانستان ملي ټيم په داسې حال کې د دغوسياليو پاې لوبې ته تيارى نيسي چې فرزاد عطايي د ټپي کيدو له ا مله به  په واک کى  ونه لري  دغه ځوان افغان ستورى د نيپال  په وړاندي په  نيمه وروستۍ لوبه کې  په  سر ټپي شو  .
دآسيا دجنو ب دسياليو اوسنى اتل د هند دفوټبال ټيم  د مالديف دځواکمن ټيم په وړاندي د دغه وياړ د تکرار لپاره  چانس نه  لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته