ټولنه

دمخابراتو وزارت وياند : پستي خدمتونه په معياري ډول وړاندې کېږي

کابلباخترد مرغومي دمياشتې ١٠ نيټه :
په هېواد کې دپستي  خدمتونو دعصري کولو په موخه  دمخابراتو  اومعلوماتي  تکنالوجۍ وزارت  او دپايتخت زون  د انکشاف  د خپلواکې ادارې ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک  شو
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وياند مالي خان يعقوبي  نن   دباختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې ددغه موافقه ليک په باب معلومات ورکړل او ويې ويل ؛  دغه وزارت  هوډمند  دى چې،  پستي  خدمتونه په ملي او نړيواله کچه  او له  عصري اسانتياو څخه په استفادې سره پراخ کړي.
دده د څرګندونوله مخې ؛چې همدا اوس  د هېواد په مرکز او ولايتونو کې  په ابتدايي ډول   پستي خدمتونه د ٤٦٣ پسته خانو له لارې وړاندې کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وياند ټينګار وکړ چې د دغه وزارت   او  د پايتخت زون د خپلواکې ادارې ترمنځ د  همکارۍ د موافقه ليک په لاسليک کولوسره به  دغه خدمتونه په معياري  او عصري ډول ترسره شي.
يعقوبي څرګنده  کړه  چې د دغه موافقه ليک له مخې دپايتخت زون دانکشاف  خپلواکه اداره  دماسترپلان دبرابرولو  ، دهر اړخيزې طرحې دتدوين  ، دپسته خانو  د جوړولو  او د معياري پسته خانو  د جوړولو دڅرنګوالي په مقصد  دلنډمهالو ،. منځ مهالو او اوږد مهالو پلانونو د جوړولو په برخو کې  دمخابراتو اومعلوماتي  تکنالوجۍ له وزارت سره همکاري کوي.
د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزارت وياند ټينګار وکړ چې د پايتخت زون دانکشاف اداره  داسې معياري  پسته خانې جوړوي  چې مشتريانو ته دپستي   او بانکي خدمتونو  دوړاندې کولو ترڅنګ به قهوه خانه ، شنه ساحه   ، کتابتون او انترنټ ولري چې مشتريان له پستي خدمتونو څخه په استفادې
سربيره له دغو اسانتياو څخه هم ګټه واخلي .پاى  ف  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته