سیاست

دننګرهار نوي والي په کار پيل وکړ .

کابل باختردسلواغې شلمه :
شاه محمود مياخيل نن دسيمه ئيزو ارګانونو دادارې له لوري د ننګرهار دنوي والي په توګه دولتي کارکوونکو او خلکو ته وروپيژندل شو
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې ددغه ولايت دنوي والي دورپيژندنې په وخت کې دننګرهار پخواني والي  حيات الله حيات په دغه ولايت کې دخپلو اته مياشتنيو کړنو يادونه وکړه او له نوي والي څخه يې وغوښتل چې دځمکې دغصب او دکوکنارو د کرکيلې دمخنيوي  او دامنيت دتامينولو په اړوند دده نيمکاره پروژې بشپړې کړي .
دننګرهار نوي والي شاه محمود مياخيل وويل چې دپرمختيايي پروژو دپلې کولو دبهير دګړندي  کولو او دامنيت دتامينولو لپاره به هڅه اوهاند وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته