رياض باختر د وږي درې ويشتمه :
دسعودي عربستان داردو يوهليکوپټر دطايف په سيمه کې راوغورځيد او پيلوټ يې ووژل شو .
دسعودي عربستان درسمي خبري آژانس ( واس ) دخبر له مخې: دعربستان ددفاع وزارت يوه مقام پرون وويل چې داردو دهوايي ځواکونو يو هليکوپټر دآزمايښتي ماموريت په بهير کې دطايف په سيمهکې راوغورځيد .
ده زياته کړه : دغه هليکوپټر دفني نيمګړتياو له امله راوغورځيد او پيلوټ يې ووژل شو .
ددغه خبر له مخې : اړوندې دستګاوې ددغې پيښې دعلت په باب دتحقيق په حال کې دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ