امنیت

د شاولیکوټ ولسوالۍ پرامنیې قوماندانۍ ځانمرګی برید، درې پوځیان شهیدان کړل

قندهارد چنګاښ ۱۹ باختر
په قندهارکې په پرونۍ  ځانمرکى برید کې  د سرد زیان شمېردریوته ورسېد.
دغه رازددغې پېښې د ټپیان شمېرهم اتلسوتنوته ورسېد.
دغه پېښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې ځانمرګی یرغلګرپه چاودېدونکو توکوبارخپل موټرد شاولیکوټ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ دروازې ته څېرمه وچاوه .
خو پرون مقاماتو وویل چې په دې برید کې یوپولیس شهید او درې نورټپیان شوي دی .
د قندهارد والي ویاند بهیراحمدي باخترآژانس ته وویل چې په دې ځانمرګی برید کې درې پولیسان شهیدان او څوارلس نورټپیان شوي دي.
خود قندهاریو امنیتي مسوول رسنیوته وویل چې په دې ځانمرکی برید کې څلورپولیسان شهیدان او د څوارلسو نورو پوځيانوپه ګډون شل نورټپیان شول.
د دغې پېښې د ټپیانود شمېرروغتیايي حالت هم خراب بلل شوی دی.
تراوسه پورې د دغه ځانمرګی برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی .
خوسیمه ییزمقامات د دغې پېښې عاملان وسله وال طالبان بولي.  ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته