ټولنه

په ميدان وردګوکې د پوځيانو په کمين کې د حقاني شبکې د سر دروند زيان

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
د حقاني شبکې د يوه جګپوړي قوماندان په ګډون يوولس تنه ډار اچوونکي په ميدان وردګو ولايت کې د پوځيانو په کمين کې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو پرون د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار د ده افغانو په ساحه کې په داسې حال کې چې په موټر سايکلونو سپاره وو؛ بريد وشو.
د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني باختر آژانس ته وويل: د کوماندو او د پوليسو د ځواکونو په دغه کمين کې د حقاني شبکې د يوه جګپوړي قوماندان مولوي اخوند زاده په ګډون يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څو تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دې جګړه کې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
دميدان وردګو ولايت پوځي مقاماتو د حقاني د شبکې قوماندان مولوي اخوند زاده په دغه ولايت کې ډير خطرناک ډار اچوونکى په توګه ياد وکړ.
دحقاني شبکې دغه قوماندان په ميدان وردګو ولايت کې د زياترو بريدونو مشري په غاړه درلود.
په همدې ساحه کې د ملي اردو د سرتيرو د سپرلۍ په رنجر موټرکې د ماين د چاودنې وروستي مورد د حقاني شبکې له خوا ترسره شوى او پوځيانو هم له دغه قوماندان څخه د غچ اخستلو په خاطر د ده په تګلوري کې کمين ونيوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته