کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
دافغانستان دفوټبال دغوره ليک سيالۍ دوام له دې وروسته په کابل کې په اوونۍ کې درې ورځې ترسره کيږي .
د هيواد د فوټبال فدراسيون د خپرونو آمر عبدالرشيد عزيزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دافغانستان د فوټبال د غوره ليک سيالۍ د وږي د مياشتې له شپږمې نيټې څخه د اتو ټيمونو ترمنځ د فوټبال فدراسيون په ورزشي ډګر کې پيل شوې دي چې په اوونۍ کې درې ځلې د پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو دوام مومي.
د ده دڅرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ دتوفان هريرود او سپين غر بازانو ټيمونه، د جمعې په ورځ شاهين آسمايې او د موج هاى آمو ټيمونه او د شنبې په ورځ سيمرغ البرز او د سپين غر بازانو ټيمونه لوبې وکړي.