سیاست

په ميدان وردګو کې له پنځوسو کورنيو سره مرسته وشوه.

کابل – باختر دمرغومې ٢٠ :
دميدان وردګو ولايت په سيد آبادو ولسوالۍ کې د وروستي چاودنې له امله پنځوسو زيانمنو شويو کورنيو سره نن مرسته وشوه.
دميدان وردګو ولايت دشهيدانو ،معلولينو ،کار او ټولنيزو چارو رييس محمداسلام حسينى بآختر آژانس ته وويل : ددغې مرستې ارزښت درې سوه اتيا زره امريکايي ډالره اتکل شوى دى او دپخلنځي لوازم ،خوراکى توکي او جامې پکې شته چې دامريکا دمتحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې له خوا شوې ده.
حسينى زياته کړه چې دغه مرسته دهيئت په وړاندې وويشل شوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته