(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په جوزجان، بامیانو او غزني کې له زرګونو بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه

کابل، د وري ۷مه، باختر

په جوزجان، بامیانو او غزني ولایتونو کې له ۳ زره ۳۴۵ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرسته وشوه.

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې له ۱۱۲۰ بې وزله او جنګ ځپلیو کورنیو سره مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ۳۲۰ او ۳۴۰ ډالره ورکړل شول.

ورته مهال د بامیانو په ورس ولسوالۍ کې له ۱۲۵ بې وزله کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته یو د پخلنځي کېټ، یو روغتیايي کېټ او یو کارتن صابون ورکړل شو.

په همدې حال کې د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام لخوا په ۲ زره ۲۰۰ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وړه، ۵ لېټره غوړي، ۶ کیلو دال، د ماشومانو خواړه او یوه اندازه مالګه ورکړل شوه.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا