امنیت

دوه تنه ماشومان ووژل شول اويوبل ماشوم ټپي شو

کابل باختردزمري دمياشتي ١٥ :

دهلمندولايت په ګرشک ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول اويو بل ټپي شو.

دهلمنددوالي ويندوى داود احمدي باختراژانس ته وويل دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه  چې ماشومان دګرشک ولسوالۍ دبرمنداب په ساحه کې له پخوا څخه په ايښودل شوي ماين وختل .

دخبرځاى دڅرګندونوله مخې په دې پيښه کې دوه تنه ماشومان ووژ شول او يوبل ماشوم ټپي شو.

خبرځاى زياته کړه ټپي ماشوم په داسي حال کې چې روغتيايي حالت يې خراب و روغتون ته وليږدول شو.

 دخبرځاى دڅرگندونوله مخې دغه ماين دطالبانو له خوا په ساحه کې ايښودل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته