امنیت

په پکتيا کې د طالبانو د تروريستي بريدونو يو ملاتړ کوونکى نيول

کابلباختر د وري ١٨ مـــــــــــــــــــــــــــه

هغه سړى چې ويل کيږي وسله والو طالبانو ته يې وسلې او پيسې برابرولې نن په پکتيا ولايت کې ونيول شو

دغه سړى چې هويت يې نه دى افشا شوى نن سهار دافغان ځوا کونو دځانګړو عملياتو په بهير کې چې د ناټودځواکونو په ملاتړ ترسره شول د زرملى ولسوالۍ له مر بو طاتو څخه نيول شوى دى

نابو باختراژانس ته دخبر پاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دغه سړى په خوست ولايت کې وسله والو طالبانوته دتروريستي بريدونو لپاره جنګى وسايل اومالى امکانات برابرول

دخبر پاڼې دمعلو ماتو له مخې ددغو عملياتو په بهير کې د وه تنه نور هم له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي

 په خبرپاڼه کې دنښتې له امه دواړو لورواو ملکى وګړو ته داحتمالى تلفاتو په باب څه نه دي ويل شوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته