ښوونه او روزنه

د پکتیکا د پوهنې له ریاست سره د کېږدیو مرسته

ښرنه باختر د غبرګولې ۲۱ مه
په پکتیکا ولایت کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د دغه ولایت د پوهنې له ریاست سره د سل کېږدیو مرسته  وشوه.
دغه کېږدۍ د پکتیکا د والي په ځانګړې لارښوونه د یوه تفاهم لیک له مخې ورکړل شوې.
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمدنسیم واجد د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې، په یو شمېر ښوونځیو کې لا هم د سرپناه له ستونزې سره مخ دي او په وینا یې همدې اړتیا ته په کتو یې یادې کېږدۍ وړاندیز کړې.
واجد زیاتوي، د دغو خېمو په ورکړې سره به یې د زده کوونکو ګڼې ستونزې اوارې شي او په خبره یې له موقتي سرپناه نه به برخمن شي.
بل لورته د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رېیس نجیب االله جاهد وایي چې له پوهنې ریاست سره په هره برخه کې همکار دی او په وینا یې یادې کېږدۍ هم د دې همکارۍ یوه برخه ده.
هغه زیاتوي چې، د دوو کالونو په اوږدو کې به د یاد ریاست په چوکاټ کې د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۴۳ ښوونځیو ته په عصري ډول ودانۍ جوړې کړي.
په همدې حال کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، د پوهنې له بهیر سره همکاري زیاته شوې او په خبره یې، د دولت ترڅنګ عام خلک هم د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا لپاره کار کوي.
وحدت وویل، د پوهنې په برخه کې پراخ اصلاحات رامنځ ته شوې او په وینا یې لا هم د ولسونو په همکارۍ دغه لړۍ جاري ساتي.
د یادونې وړ ده، په پکتیکا ولایت کې د پوهنې بهیر د کمي برخې ترڅنګ کیفي برخې ته هم ځانګړې پاملرنه کیږي او په همدې موخه د پکتیکا والي د پوهنې ریاست له مسوولینو سره دوامداره ځانګړې ناستې ترسره کوي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته