نړۍ

د پايتخت په توګه د بيت المقدس د پيژندنې د محکوميت د پريکړه ليک مسوده د ملګرو ملتو د سازمان امنيت شورا ته لاړه

نيويارک/بي بي سي/ باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦مه :
د ملګرو ملتو د سازمان امنيت شورا د هغه پريکړه ليک مسوده چې مصر د اسرائيلو د پايتخت په توګه د بيت المقدس د په رسميت پيژندنې د غندنې په باره کې برابره کړې ده، څيړي.
په دې مسوده کې چې مصر هغه د شنبې په ورځ د امنيت شورا پنځلسو غړو ته  وړاندې کړه؛ د بيت المقدس د حالت د بدلون لپاره هر راز هلې ځلې د قانوني  وجاهت نه لرونکى پيژندل شوې دي .
دغه پريکړه ليک د امريکا د جمهور رييس دونالد ترامپ د تصميم په غبرګون کې برابر شوى دى چې د دغه هېواد د کانګرس د پخوانۍ مصوبې په رسميت پيژندنې سره يې، بيت المقدس د اسرائيلو د پايتخت په توګه معرفي کړ او لارښونه يې وکړه چې د امريکا سفارت دې ډير ژر له تل ابيب څخه دبيت المقدس ښار ته وليږدول شي .
مصر پرون د دغه پريکړه ليک مسوده د امريکا په ګډون د امنيت شورا   د پڼځلسو غړو په استازو وويشله او لکه څنګه چې ويل شوي دي؛ ښايي د هغې د تصويب په باب ټولپوښتنه د امنيت شورا د دوشنبې د ورځې په غونډه کې ترسره شي .
دغه ټولپوښتنه به په زيات احتمال سره د امريکا له ويتو سره مخامخه شي، خو له دې سره جوخت د دغې شورا د نورو څلورو دايمي غړو يعنې فرانسې، بريتانيا، روسيې او چين دنه مخالفت  او له هغې سره د غير دايمي غړو د موافقې  په صورت کې، ويتو يې کيداى شي د نړيوالې ټولنې ترمنځ د امريکا د تجريد سبب شي.
د ملګرو ملتو په سازمان کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي پخوا په بشپړه توګه د ترامپ د دغه تصميم په دفاع سره هغه عادلانه او سم بللى و او خبر دارى يې ورکړى و چې هېواد به يې د هغه څه په وړاندې چې د دې په نظر د اسرائيلو په وړاندې د ملګرو ملتو د سازمان ظالمانه دريځ دى، چوپه خوله پاتې نه شي .
   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته