هندوستان – بي بي سي – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
د هند رسمي مقامات وايي دهند دبنګال ښارته څيرمه دسيلانيانو دسپرلۍ
ديوې بيړى د ډوبيدو له امله د يوه ماشوم په ګډون يوويشت تنه ووژل شول .
باختر آژانس دبي بي سي دخبري شبکې له خولې خبر راکړ :
دغه بيړۍ پرون له غرمې وروسته د اندامن ټاپوګانو ته څيرمه ډوبه شوه .
دهند دهوايي پوځ ځواکونو اوساحلي ساتوونکو وکولاى شول يوويشت تنه
وژغوري او يو تن لاتراوسه پورې بېدرکه دى.
په احتمالي ډول ددغې بيړۍ سپرلۍ د هند د ممبي او دتاميل نادو د ښارونو اوسيدونکي وو .
څيړنې ښيي چې دغې بيړنۍ له اندازې زياتې سپرلۍ لرلې چې د بيړۍ
د ډوبيدو سبب شوې.
په هغې وينا کې دهند صدارت د دفتر له خوا خپره شوه د دغه هيواد صدراعظم منموهن سنګهه ددغې پيښې له امله د خپګان په څرګندولو سره د دغه هيواد له ټولو دولتي ادارو څخه غوښتي دي چې د ډوبو شويو کسانو په ژغورلو کې دسيمې له خلکو سره همکاري وکړي.
ددغې پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او دځينو ټپيانو حالت خراب بلل شوى دى .
کال په کال په زرګونو تنه سيلانيان داندامن ټاپوګانو ته چې دهند په ختيځ کې دى سفر کوي .
دغه ټاپوګان د هغو سلګونو ټاپوګانو له جملې څخه دي چې له وچې څخه څه ناڅه زر کيلومتره واټن لري او د ميانمار ساحل ته څيرمه دي.
1 1 دقیقه لوستل