امنیت

يوه ديارلس کسيزه ډله مخالفين له سولې سره يوځاى شول .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩ :
يوه  ديارلس کسيزه ډله سوله وال مخالفين په  باميانو ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دوسله والو طالبانويو سيمه ييز قوماندان له خپلو دولسو تنو ملګرو سره چې  له پنځوکلونو را په  دې خوا له دولت سره په مخالفت کې و له دولت سره يوځاي شو. دباميانو والي لوى پاسوال غلام علي وحدت ددغو کسانو پيوستون يوښۀ او غوره کار وباله او باختر آژانس ته  يې وويل :   دغو مخالفينو اختلافونه يوې خواته پريښودل او سولې ته يې مخه وکړه .
دغه راز دباميانو ولايت دسولې دشورا رييس محمد صادق علي يار وويل هيله لرې ټول ناراضايان سولې ته مخ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته