امنیت

د سرپل ولايت خلکو له امنيتي ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ٣ :
د سرپل ولايت خلکوپه يوه غونډه کې له امنيتي ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ .
په دې غونډه کې چې دخلکو، دمدني ټولنې د فعالانو، ديني عالمانو او دقومي مشرانو په ګډون نن جوړه شوې وه؛ برخه والو ژمنه وکړه چې د هر راز امنيتي ګواښونو په وړاندې به د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودريږي.
په ملي شورا کې د سرپل د خلکو استازې  عزيزې جليس امنيتي ګواښونو ته په اشارې سره وويل: که چېرې دسرپل ولايت خلک د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودريږي؛ دښمن د دغه ولايت د امنيت د ګډوډلو مجال نه پيداکوي.
د سرپل ولايت سرپرست عبدالغفور دستيار د امنيت د تامينولو لپاره له امنيتي ځواکونو سره د خلکو ملاتړ مهم وباله او د سرپل ولايت له خلکو څخه يې قدرداني وکړه چې هغوى د امنيت د تامينولو لپاره خپل تيارى څرګندکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته