امنیت

پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر د ثور ٢٢
د شفق د عملياتوپه چوکاټ کې د غالب په نامه د محاربوي او چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې د وسله والو طالبانو د ډلې د پنځه مشهورو قوماندانانو په ګډون پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو زيات شمېر نور يې ټپيان شول .
د هېواد په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتو مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ګډ چاڼيز عمليات د ٢٠٥ اتل قول اردو د منسوبينو له خوا د قندهار-ترينکوټ د لوى لارې د پاکولو په موخه دقندهار ولايت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په البک جيک بغل او د ګزکول غر په ساحوکې  ترسره شول .
خبرځاى وويل چې په دغو عملياتوکې دطالبانو د پنځو تنو مشهور و قوماندانانو په ولسوال  مشهور حکمت الله ، قوماندان عظيم، د حقاني له تروريستي شبکې  څخه ملا رحمت الله، ملا کبير او د احمد شاه همت په ډلې پورې  اړوند ملا صديق په ګدون ٢٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يوشمېر نور يې ټپيان شوي دي .
خبرځاى وويل چې ددغو عملياتوپه بهيرکې يوولس ډول ډول ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته