
کابل باختر دوږي نولسمه :
لس تنه وسله وال طالبان تيره شپه دجوزجان ولايت په منګجک ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان دمنګجک ولسوالۍ په شيخراض کلي کې له امنيتي مسوولانوسره په جګړه کې ووژل شول .
په دې نښته کې څلور تنه نور طالبان هم ټپيان شوي دي او د وګړنيو پاڅونونو دپوليسو اووه تنه منسوبين شهيدان شوي دي اودرې تنه نور ټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې ، دقوشتيپې شبرغان په لويه لاره کې دوطن په پوسته کې دطالبانو اوپوځيانو ترمنځ نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نور طالبان ټپيان شول .
ختم_ ف _ اکرم